۰

کابل کې د چاودېدونکو توک ډک موټر نیول شوی

سه شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په پلازمېنه کابل ښار کې یې د چاودېدونکو توکو ډک ټېلر موټر نیولی دی.
کابل کې د چاودېدونکو توک ډک موټر نیول شوی
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په پلازمېنه کابل ښار کې یې د چاودېدونکو توکو ډک ټېلر موټر نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، تېره ورځ سهار مهال له چاوېدونکو توکو ډک دغه ټېلر موټر د مالیې وزارت د ګرځنده څارنې ډلې له خوا نیول شوی دی.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل خو زیاتوي، چې دغه موټر یې د نورو څېړونو له پاره امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.
ویل کېږي دغه موټر کې له پاکستان څخه کچالو راوړل شوي و، چې د کچالو بوجیو کې یې چاوېدونکي توکي هم ځای پر ځای کړی ووږ
تر اوسه پورې امنیتي ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین