۰
امریکايي سناتوران:

پاکستان د خپلې پالیسۍ د بدلون لپاره د یوه بل فرصت غواړي

سه شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۹
پاکستان او افغانستان ته د امریکايي سناتورانو راغلی پلاوی وايي، پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې د بدلون له پاره د یوه بل فرصت غوښتنه کوي.
پاکستان د خپلې پالیسۍ د بدلون لپاره د یوه بل فرصت غواړي
پاکستان او افغانستان ته د امریکايي سناتورانو راغلی پلاوی وايي، پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې د بدلون له پاره د یوه بل فرصت غوښتنه کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جان مکین په مشرۍ د امریکا د سنا مجلس پلاوي دغه څرګندونې تېره ورځ له ولسمشر غني سره د لیدنې پر
سرچینه وايي د کانګرس پلاوي پاکستان ته د خپل وروستي سفر په هکله ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل او ویې ویل،« د پاکستان ملکي او نظامي مشران د ځان په اړه د نړۍ په لیدلوري کې بدلون احساسوي او د هغوی پیغام دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د څېړلو لپاره یو بل فرصت ورکړل شي او د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي.»
مهال کړې.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه امریکايي پلاوی د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت هلې ځلې وستایلې او د پاکستان د همکارۍ لپاره یې د افغانستان هڅې پر دغه هیواد د غاړو د خلاصېدو په معنا وبللې.
سرچینه وايي د کانګرس پلاوي پاکستان ته د خپل وروستي سفر په هکله ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل او ویې ویل،« د پاکستان ملکي او نظامي مشران د ځان په اړه د نړۍ په لیدلوري کې بدلون احساسوي او د هغوی پیغام دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د څېړلو لپاره یو بل فرصت ورکړل شي او د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي.»
دغه راز مکین ویلي، له پاکستانه یې وغوښتل چې عملاً ثابته کړي چې په افغانستان کې سوله او د جګړې پای ته رسېدا غواړي.
د هغه په وینا د امریکا د کانګریس تقریباً ټول غړي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت نظر لري.
باید وویل شي، چې د امریکا د سنا مجلس دغه پلاوی تر افغانستان وړاندې پاکستان ته تللی و او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې وې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین