۱
سعودي عربستان:

هغه کس چې په جده کې یې ځانمرګی برید کړی پاکستانی دی

سه شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۴
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې په جده کې یې ځانمرګی برید تر سره کړی، پاکستانی وګړی دی.
هغه کس چې په جده کې یې ځانمرګی برید کړی پاکستانی دی
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې په جده کې یې ځانمرګی برید تر سره کړی، پاکستانی وګړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ په جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه یو ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې بریدګر و وژل شو او دوه پولیس یې ټپیان کړل.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بریدګر له خوا کارول شوي چاودونکي مواد په بشپړ ډول نه وو چاودلي نو د هغه پېژندنه یې اسانه کړې وه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ځانمرګی بریدګر عبدالله ګلزارخان نومېده، چې پاکستانی دی او
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ځانمرګی بریدګر عبدالله ګلزارخان نومېده، چې پاکستانی دی او له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په جده کې اوسېده.
له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په جده کې اوسېده.
تر دې مخکې د کورنیو چارو د وزارت ویاند تورن جنرال منصور الترکي ویلي وو چې بریدګر د سعودي عرب وګړی نه دی او یو بهرنی دی چې په سعودي کې اوسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې برید وروسته په مدینه منوره، کې نوي جومات ته څېرمه او قطیف ښار کې هم پر یوه جومات ځانمرګي بریدونه شوي دي.
رپوتونه وايي، په مدینه منوره کې هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې امنیتي سرتېري د روژه ماتي له پاره ناست و.
ویل کېږي، په دغه برید کې څلور امنیتي ساتندویان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، خو د قطیف ښار په برید کې یوازې د بریدګر د وژل کېدو ویل شوي دي.
باید وویل شي، په سعودي عربستان کې د یوه پاکستاني له خوا پر داسې مهال ځانمرګی برید کېږي، چې سعودي له پاکستان سره نېږدې اړیکې لري او له کلونو راهیسي له دغه هېواد سره په نظامي او نورو برخو کې مرسته کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین