۰

نبوي جومات ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

سه شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۵
د سعودي عربستان په جده ښار کې تر ځانمرګي برید څو ساعته وروسته د یاد هېواد په مدینه منوره او قطف ښارونو کې هم ځانمرګي بریدونه شوي.
نبوي جومات ته څېرمه ځانمرګی برید شوی
د سعودي عربستان په جده ښار کې تر ځانمرګي برید څو ساعته وروسته د یاد هېواد په مدینه منوره او قطف ښارونو کې هم ځانمرګي بریدونه شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړی تېره ورځ سهار په جده کې یو ځانمرګی برید وشو، چې خپله بریدګر په کې و وژل شو او دوه پولیس یې ټپیان کړل.
تر دغه برید څو ساعته وروسته د روژه ماتي پر مهال په مدینه منوره ښار کې نبوي جومات ته څېرمه د موټرو په یوه پارکېنګ کې ځانمرګی برید وشو.
العربیه ټلویزني شبکې ویلي، په مدینه کې یو ځان وژونکي په داسې حال کې چاودنه وکړه چې امنیتي سرتېري روژه ماتې ته ناست وو.
ویل کېږي دغه برید په ساتندویانو شوی، چې له امله یې څلور ساتنویان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.
په مدینه منوره کې په دې چاودنې پسې په ختیځ ښار قطیف کې پر یوه جومات ځانمرګی برید شوی، چې خپله بریدګر په کې وژل شوی او د نورې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
باید وویل شي، دا په سعودي عربستان کې په یوه ورځ درې ځانمرګي بریدونه دي، چې تر سره کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین