۰

د دوه قوماندانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۱
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د دوه قوماناندانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي دي.
د دوه قوماندانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د دوه قوماناندانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوايي بریدونه تېره ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو تر سره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ د پېښې خوړ او مامند دره کې پر داعش وسله والو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې بریدونو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې هم د صابر کوچي په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
خو طالبانو او داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین