رپوټونه وايي له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې سخت سېلابونه راوتلي، چې له امله یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه رامنځ ته شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د موسمي سختو اورښتونو له امله تېره ورځ په خیبرپښتونخوا کې سېلابونه راووتل.
د خیبرپښتونخوا ځايي چارواکي وايي، سېلابونو تر ټولو زیات د چترال دره ځپلې چې لږ تر لږه ۴۰ کسان په کې مړه شوي دي.
وېره ده، چې د سېلابونو او سیند د اوبو د سطحې لوړېدو له مله ښايي په چارسده کې لسګوته هکتاره ځمکې تر اوبو لاندې شي.
د هوا پېژندنې ادارو په سوات، شانګله، چارسدې او کشمير کې د نورو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خبردارى ورکړى دى.
جمهورآژانس:کابل