۰

د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۳
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوايي بریدونه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر طالب وسله والو شوي دي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي ویلي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د قوماندان صابر کوچي په ګډون ۱۱ طالبان وژلي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په ختیځ او شمال کې د عملیاتو پر مهال ۸۳ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ننګرهار په حصارک، کوټ او اچین ولسوالیو کې لسګونو داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین