۰

د خوست امنیه قوماندان وايي ۱۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۵۲
د خوست امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنیه قوماندان وايي ۱۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د خوست امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سلګونو وسله والو طالبانو تېره ورځ سهار د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او ځايي امنیتي پوستو ډلیز بریونه پیل کړل.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، له طالبانو سره په دغه بریدونو کې بهرني جنګیالي هم و، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايي د افغان ځواکونو په ځوابیه برید
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايي د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې تر اوسه پورې ۶۰ طالبان وژشوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
کې تر اوسه پورې ۶۰ طالبان وژشوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا چې د طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې و، چې وروسته د سره صلیب له خوا یو وړل شول.
نوموړي وویل، چې په دې جګړه کې یو افغان پوځي او یو پولیس وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپیان شوي، خو په خبره یې طالبانو کلکه ماتې وخوړه.
د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، چې دا مهال په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي، او ټولې سیمې د افغان ځواکونو تر ولکې لاندې دي.
بل خوا طالب ویاند مجاهد وايي طالبانو یاده ولسوالي کلابنده کړې او ګڼو افغان سرتېو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره یې نه ده ښودلې.
مجاهد ویلي، له خوست څخه په ور روان امنیتي کاروان یې هم ماین چاودنې او بریدونه کړي چې دوه ټانګونه له منځه تللي او ۱۰ سرتېري وژل شوي.
طالب ویاند په دې جګړه کې د خپلو دوه ملګرو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین