۰

د چین ژمنه شوې پوځي مرستې افغان حکومت ته وسپارل شوې

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۸
د چین هېواد له خوا د افغانستان سره د پوځي مرستو لومړۍ لړۍ کابل ته راورسېده او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په شتون کې افغان چارواکو ته وسپارل شو.
د چین ژمنه شوې پوځي مرستې افغان حکومت ته وسپارل شوې
د چین هېواد له خوا د افغانستان سره د پوځي مرستو لومړۍ لړۍ کابل ته راورسېده او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په شتون کې افغان چارواکو ته وسپارل شو.
د جمهور آژانس د خبر د مخې د دغه پوځي وسیایلو د تسلیمۍ پر مهال د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر وویل، چې افغان حکومت ته د دې توکو ورکړه وسله والو مخالفینو ته یو ښکاره پیغام دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه مرستې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د پياوړتیا په برخه کې یو بل ګام دی او وې ویل«مخالفین باید پوه چې د دوی پر وړاندې د مبارزې کړۍ اوس راتنګه شوې ده.»
ویل کېږي په دغه مرسته شویو توکو کې چې لسګونه میلیونه ډالر ارزښت لري، پوځي تجهزات او هغه الې هم شاملې دي، چې د کابل په څلورو دروازو کې به ولګول شي.
باید وویل شي، چې د دغه مرستو غوښتنه دوه میاشتې وړاندې د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر چین ته د خپل سفر پر مهال له چیني چارواکو سره شریکه کړې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین