۰

د کابل له پاره د طالبانو د والي په ګډون ۶۶ طالبان وژل شوي

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۰
د ملي دفاع وزارت په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۷۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د کابل له پاره د طالبانو د والي په ګډون ۶۶ طالبان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۷۸ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار په حصارک او د بدخشان په راغستان ولسوالیو کې پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د کابل له پاره د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي.
دفاع وزارت زیاتوي، چې د کابل له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي ممتاز میاخېل نومېږي او دغه راز په وژل شویو کې د ملا تور په نوم د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان هم دی.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، د بدخشان په راغستان کې پر وسله والو هوايي برید شوي، چې له امله یې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، تر دغه هوايي برید وروسته طالبانو ماته خوړلې او له یادې ولسوالۍ پر شاه تمبول شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې جګړو سخت زور اخیستی او فغان ځواکونه په ګڼو ولایتونو کې له وسله والو سره په جګړه دي، چې د چارواکو په خبره سلګونو وسله والو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې او د هغوی پلاونه یې شنډ کړي دي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین