۰

ننګرهار کې شپږداعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۶
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ داعش وسله وال وژل شوي او د ملي امنیت له خوا له داعش سره یو ځای کېدوونکي دوه تنه نیول شوي دي.
ننګرهار کې شپږداعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ داعش وسله وال وژل شوي او د ملي امنیت له خوا له داعش سره یو ځای کېدوونکي دوه تنه نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان هوايي ځواک تېره ورځ په کوټ ولسوالۍ کې پر داعش هوایي برید کړی او ملي امنیت له داعش سره یو ځای کېدونکي دوه تنه په مارکو بازار سیمه کې نیولي دي.
د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې راغلي، دغه کسان چې غوښتل یې له داعش ډلې سره یو ځای شي له پروان ولایت څخه راغلي و چې د مارکو بازار په سمیه کې د ملي امنیت له خوا ونیول وشوأ.
په ورته وخت کې خپرپاڼه د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوه طالب قوماندان چې اصلي نوم یې براهیم او په مصطفی مشهور دی، د نیولو خبر ورکوي.
بل خوا د ننګرهار د مطبوعاتي دفتره په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کوټ ولسوالۍ د الیاس بابا په سیمه کې د افغان ځواک هوايي برید د یوه قوماندان په ګډون شپږ داعشیان وژلي دي.
سرچينه زياتوي، د افغان ځواکونو په دې هوايي بريد کې، چې پر يوه سراچه ډول موټر شوى، د يو قوماندان په ګډون ٦ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په دې بريد کې د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین