۰

کندهار کې ۲۲ طالبان او سیمه ییز پولیس وژل شوي

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۷
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د پنځو پولیسو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کندهار کې ۲۲ طالبان او سیمه ییز پولیس وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د پنځو پولیسو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه یوه بجه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو په میوند ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو پر پوستونو بریدونه پیل کړي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، طالبانو د میوند ولسوالۍ په شهیدانو، سوربغل، شاه اغاسي، زردالو، عزیزآباد او شاوخوا سیمو کې پر امنیتي پوستو برید کړی، چې په ترڅ کې یې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې دراني دا هم وویل، چې د میوند په بندتیمور سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپیان او درې تنه ژوندي نیول شوي.
دغه راز ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال طالب ژوندی نیولی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین