۰

ناټو وايي پاکستان دې د حقاني شبکې پر وړاندې عملي ګامونه واخلي

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۸
ناټو په پاکستان کې د طالب مشرانو شتون د ګاونډیتوب له اصول خلاف بللی او له پاکستانه یې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پرضد عملي ګامونه پورته کړي.
ناټو وايي پاکستان دې د حقاني شبکې پر وړاندې عملي ګامونه واخلي
ناټو په پاکستان کې د طالب مشرانو شتون د ګاونډیتوب له اصول خلاف بللی او له پاکستانه یې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پرضد عملي ګامونه پورته کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعیل
ښاغلي ارامز په ورته وخت کې د سیمې هېوادونو ته دا خبردارۍ هم ورکړی، چې د افغان حکومت او پوځ د سقوط فکر دې له سره وباسي، بلکې د ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې دې له افغانستان سره یو ځای شي.
ارامز ویلي تمه ده پاکستان د هغه وسله والو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي، چې سوله نه غواړي.
نوموړي دا هم زیاته کړې، چې که پاکستان په یوازې ځان د هغوی پر وړاندې ګام نه شي پورته کولی کولای شي له نورو هېوادونو د مرستې انتظار وکړي تر څوک دغه هېواد د ترهګرو پر وړاندې یوازې پاتې نه شي.
ښاغلي ارامز په ورته وخت کې د سیمې هېوادونو ته دا خبردارۍ هم ورکړی، چې د افغان حکومت او پوځ د سقوط فکر دې له سره وباسي، بلکې د ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې دې له افغانستان سره یو ځای شي.
افغانستان کې د ناټو دغه ملکي استازي زیاته کړې، چې ناټو او همکاران به یې د وارسا په غونده کې د افغانستان په اړه درې ستر تصمیمونه
د هغه په وینا له ۲۰۱۶ وروسته د پرېکنده ملاتړ ماموریت دوام، تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ، او په ۲۰۱۰ کې د لیسبون په غونده کې د ناټو او افغانستان تر منځ د همکارۍ پراخول هغه تصمیمونه دي، چې د وارسا په غونده کې به ونیول شي.
ونیسي.

باید وویل شي په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له پاکستان دغه غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف تېره ورځ د امریکا له مخکښ سناتور جان مکین او د افغانستان او پاکستان له پاره د امرکیا له ځانګړي استازي ریچارد اولسن سره په کتنه کې ویلي، چې د وسله والو پر وړاندې اقدام به منفي پایلې ولري.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم وړمه ورځ ویلي و، چې د وسله والو ډلو پر وړاندې زیات فشار به سرچپه پایلې ولري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین