۰

راحیل شریف هم وايي د طالبانو پر ضد اقدام منفي عواقب لري

يکشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
د پاکستتان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم وايي، چې د طالبانو پر ضد اقدام او فشار راوړل منفي عواقب لري او پاکستان نه غواړي، چې له دغه ګواښ سره مخ شي.
راحیل شریف هم وايي د طالبانو پر ضد اقدام منفي عواقب لري
د پاکستتان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم وايي، چې د طالبانو پر ضد اقدام او فشار راوړل منفي عواقب لري او پاکستان نه غواړي، چې له دغه ګواښ سره مخ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شریف دغه څرګندونې تېره ورځ په اسلام آباد کې د امریکا د مخکښ سناتور جان مکین او د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارد اولسن سره د لیدنې پر مهال کړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، دواوړه په سیمه کې د امنیت او ثبات او د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.
سرچینه د شریف له قوله وایي، چې سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان او امریکا د اړیکو د همږغي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې پاکستانۍ رسنۍ وايي، جنرال راحیل شریف امریکايي پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام کول منفي پایلې لرلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هم ویلي و، چې پر وسله والو ډلو فشار راوړل به سرچپه پایلې ولري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین