۰

ننګرهار کې یو قومي مشر او جهادي قوماندان وژل شوی

شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۱
نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو تن قومي مشر او پخوانی جهادي قوماندان ډګرمن رحمت شاه د لمانځه پر مهال په ډزو وژلی دی.
ننګرهار کې یو قومي مشر او جهادي قوماندان وژل شوی
نامعلومه وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو تن قومي مشر او پخوانی جهادي قوماندان ډګرمن رحمت شاه د لمانځه پر مهال په ډزو وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کندي باغ کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، ډګرمن رحمت شاه بېګاه شپه پر لمانځه ولاړ، چې نامعلومه وسله والو کسانو پرې ډزې کړې او وژلی دی.
دوی زیاتوي، چې ډګرمن رحمت شاه له هېچا سره کورنۍ دوښمني نه درلوده او یوازې د ولس د سولې او ارامۍ له پاره هلې ځلې کولې.
ډګرمن رحمت شاه پخوا د حزب اسلامي ګوند د ظفر غونډ قوماندان و، چې اوس یې د کندي باغ کلي د اسلاحي شورا ریاست له غاړې و.
د نوموړي جنازه نن په خپله پلرنۍ هدیره کې خارو ته سپارل کېږي.
تر اوسه د دغه وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د وژل شوي کس ځینې خپلوان وايي، دغه کار د داعش وسله والو دی.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین