۰
پرناب موکر جي:

هند د تروریزم پر ضد له افغانستان سره اوږه پر اوږه ولاړ دی

شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۶
د هندوستان ولسمشر پرناب موکرجي، په کابل کې د تېرې پنشنبې د ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې هند له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کلک ولاړ دی.
هند د تروریزم پر ضد له افغانستان سره اوږه پر اوږه ولاړ دی
د هندوستان ولسمشر پرناب موکرجي، په کابل کې د تېرې پنشنبې د ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې هند له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کلک ولاړ دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي موکرجي دغه څرګندونې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په یوه استولي پیغام کې کړې دي.
نوموړي په دې پیغام کې ویلي، چې هند دا بې رحمانه برید په کلکو ټکو غندي او دا ښيي چې سیمه د ترورېزم له لوی ګواښ سره مخ ده.
هغه په دې پیغام کې لیکلي«:« غواړم چې د کابل د بې رحمانه تروریستي برید په نتیجه کې د انسانانو پر وژل کېدو او ټپي کېدو ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړم، هند دا بې رحمانه برید په کلکه غندي او دا ښيي چې زموږ سیمه د تروریزم له لوري د لوی خطر سره مخامخ ده او دا خطر زموږ د سیمې امنیت، ثبات، سوله او پرمختګ ګواښي، هند به د تروریزم د ټولو ډولونو پر ضد له افغانستان سره اوږه په اوږه ودرېږي.»
باید وویل شي، چې کابل کې د تېرې پنشنبې په ورځ د میدان وردګو ولایت د پولیسو اکاډمۍ پر تازه فارغ شویو پولیسو باندې ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې ۳۵ تنه و وژل شول او تر ۶۰ پورې ټپیان شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین