۰

پېښور کې د طالبانو یو مشر وژل شوی

شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۲
رپوټونه وايي، د خیبرپښتونخوا په پېښور کې نامعلومه وسله والو کسانو د طالبانو یو شمېر په ډزو وژلی دی.
پېښور کې د طالبانو یو مشر وژل شوی
رپوټونه وايي، د خیبرپښتونخوا په پېښور کې نامعلومه وسله والو کسانو د طالبانو یو شمېر په ډزو وژلی دی.
د جمهورآژانس د خبر له مخې خبري سرچینې زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ د پېښور د ناصر باغ په سیمه کې رامنځ ته شوې.
ویل کېږي، وژل شوی طالب مشر قاري سید مراد نومېده او په ناصر باغ کې یې یوه مدرسه لرله چې جنګي کسان په کې روزل کېدل.
د دې تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې قاري سید مراد د ننګرهار ولایت له پاره د طالبانو د پوځي کمېسیون غړی و.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر طالب مشران په پېښور، کوټه او اسلام آباد کې د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوي.
څه موده وړاندې د مولوي علم په نوم طالب مشر چې ویل کېږي، د طالبانو د اوسني مشر مولوي هبت الله نېږدې کس وو په کوټه کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین