۰

کابل کې د اکاډمۍ پر پولیسو ځانمرګي برید ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۳
د میدان وردګو ولایت د پولیسو اکاډمۍ نه د تازه فارغ شویو پولیسو پر موټریز کاروان ځانمرګي بریدونه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د اکاډمۍ پر پولیسو ځانمرګي برید ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د میدان وردګو ولایت د پولیسو اکاډمۍ نه د تازه فارغ شویو پولیسو پر موټریز کاروان ځانمرګي بریدونه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن غرمه مهال د کابل- کندهار پر لویه لار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ اړوند  قلعه حیدر په سیمه کې شوې.
 د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د دغه برید له امله ۲۷ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان شوي دي، خو ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.
د میدان وردګو ولایت د پولیسو اکاډمۍ د فارغ پولیسو موټریز کاروان له میدان وردګو څخه کابل ته روان و، چې په یاده سیمه کې پرې بریدونه وشول.
د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل،چې د پولیسو پر موټریز کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې، خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.
په ورته وخت کې عیني شاهدانو ویلي، چې د پولیسو پر موټریز کاروان د دریو تنو ځانمرګو له خوا بریدونه تر سره شول، چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.
ویل کېږي، ځانمرګو بریدګرو د پولیسو  ۴ بس موټر  په نښه کړي.
ویل کېږي، د میدان وردګو ولایت څخه شاوخوا ۴۰۰ فارغ پولیس د اختر د رخصتیو په موخه کابل او بیا له هغه ځایه خپلو کورونو ته روان و.
وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې د اکادمۍ د ۲۷ تنه ښوونکو په ګډون ۱۵۰ تنه وژلي دي.
د خبرجزیات به وروسته په لیکه شي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین