۰

روسیې پر ترکیه لګولي بندیزونه لرې کړل

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۳
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د مسکو له خوا پر ترکیه لګول شوي بندویزونه پای ته ورسول او دغه راز یې په ترکیه کې پر شویو بریدونو خواشني څرګنده کړه.
روسیې پر ترکیه لګولي بندیزونه لرې کړل
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د مسکو له خوا پر ترکیه لګول شوي بندویزونه پای ته ورسول او دغه راز یې په ترکیه کې پر شویو بریدونو خواشني څرګنده کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین تېره ورځ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره تر تلېفوني اړیکو وروسته د بندیزونو د لرې کولو اعلان وکړ.
د روسیی جمهور رئيس ویلادیمیر پوتین د استانبول تر بریدونو وروسته پرون له خپل ترکي سیال سره په ټلیفون کې دغه خونړی برید وغانده او له قرباني شويو کورنیو سره یې خواخوږي وښوده.
دغه راز دواړو مشرانو په تلېفوني خبرو کې د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه هم ګټورې خبرې کړي دي.
باید وویل شي، چې د تركيې او مسكو تر منځ اړیکې هغه مهال بېرته عادي حالت ته را وګرځېدې، چې دوه ورځې وړاندې ترکیې د روسي جنګي الوتکې تر نسکورولو اته مياشتې وروسته له روسیې بخښنه وغوښته.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین