۰

نورستان کې ۹۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۳
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په نورستان ولایت کې د افغان او بهرنیو ځوانو په هوايي بریدونو کې د نېږې ۱۰۰ تنو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
نورستان کې ۹۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په نورستان ولایت کې د افغان او بهرنیو ځوانو په هوايي بریدونو کې د نېږې ۱۰۰ تنو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه تېره ورځ د نورستان په کامدېش کې تر سره شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله والو غوښتل، چې په کامدېش
د خبر پاڼې پر بنسټ د ملي دفاع وزارت الوتکو او د بهرنيو ځواکونو له خوا پر وسله والو هوايي بريدونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې ٧٣ وسله وال و وژل شول او ٢٦ نور ټپيان شوي دي.
ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه وکړي، خو افغان او بهرنیو ځواکونو پرې وار ړومبی کړی.
د خبر پاڼې پر بنسټ د ملي دفاع وزارت الوتکو او د بهرنيو ځواکونو له خوا پر وسله والو هوايي بريدونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې ٧٣ وسله وال و وژل شول او ٢٦ نور ټپيان شوي دي.
سیمه ییز چارواکي هم د دغه بریدونو پخلی کوي او وایي په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي په وژل شویو کې بهرني وسله وال طالبان هم شته خو دا چې د کوم هېواد دي، په دې اړه یې څه ونه ویل.
طالبانو هم منلې چې بمبار پرې شوي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دغه بمبار کې یوازې څلور طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:نورستان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین