۰

هلمند کې د ځانمرګو او چاودنو درې تنه پلانوونکي نیول شوي

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۵
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په هلمند ولایت کې د ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو د دریو تنو پلانوونکو د نیولو خبر ورکوي.
هلمند کې د ځانمرګو او چاودنو درې تنه پلانوونکي نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په هلمند ولایت کې د ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو د دریو تنو پلانوونکو د نیولو خبر ورکوي.
سرچینه وايي، مولوي نعمت الله چې په هلمند کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو عمومي مشر له دوه تنو ملګرو روزي خان او کلاخان سره یو ځای د ملي امنیت له خوا نیول شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسانو غوښتل د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې تر سره کړي.
خبرپاڼه وايي، له دغه کسانو سره یو میل دهشکه، یو میل ۳۰۳ توپک، یو کیلوګرام چاوېدونکي توکي، دوه د ریموټ کنټرول میان دوه تختې، د ماین ۷ کانچې، یوه پایه مخابره، یو قاب دروبین، د تلاشۍ یوه آله، دوه عرادې موټر سایکلونه، سلګونه فیره د سپکې وسلې مرمۍ او یوه اندازه نور نظامي وسایل نیول شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین