۰

ننګرهار کې ۳۲ طالب او داعش وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۲
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۶۴ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۳۲ طالب او داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۶۴ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات تېره ورځ د ننګرهار په خوږیاڼو، لعل پورې او اچین ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، لومړی د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملي سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي، چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې یو سیمه ییزه پولیس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وایي، دغه راز د لعلپورې ولسوالۍ په رحمتۍ او مارسينګي سيمو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې دوه ځلې بریدونه کړي، چې له امله یې ۷ وسله وال وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.
ده وویل، چې په دې بریدونو کې د وسله والو مخالفینو يوه سراچه ډوله موټر،يو عراده موټر سايکل او ګڼ شمېر نور مهمات هم له منځه تللي.
په ورته وخت کې خوږیاڼي زیاته کړه، چې کورنيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ د کرکڼۍ په سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال وژل شوي او د هغوى يوه دهشکه له منځه وړل شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې همدارنګه په کوټ ولسوالۍ کې د پيل شوي شاهين اتلس عملياتو په ترڅ کې اوه داعشيان وژل شوي او ١١ نور يې ټپيان دي .
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین