۰

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه ۶ میاشتې نوره غځولې

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۲
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېوال وایي، اسلام آباد حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت د کارتونو موده شپږ میاشتې نوره وغځوله.
پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه ۶ میاشتې نوره غځولې
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېوال وایي، اسلام آباد حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت د کارتونو موده شپږ میاشتې نوره وغځوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدونکو نېټه سبا ته ختمېدونکې وه.
خو په وینا یې نن د لندن څخه د پاکستان د صدراعظم ښاغلي نوازشریف د لارښوونې په بنسټ په پاکستان کې د میشته افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د ثبت د کارتونو موده، شپږ
ښاغلي زاخېلوال زیاته کړې، پدې موده کې به فرصت پیدا شي چې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو په اړوند د دواړو هېوادونو او نړیوالو تر منځ اساسي خبرې او پریکړې وشي.
میاشتې نوره وغزیدله.
ښاغلي زاخېلوال زیاته کړې، پدې موده کې به فرصت پیدا شي چې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو په اړوند د دواړو هېوادونو او نړیوالو تر منځ اساسي خبرې او پریکړې وشي.
په اسلام آباد کې حکومتي او د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ سرچینو هم ویلي چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ میاشتې نوره غوځولې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې دغه موده د روان میلادي کال د جولای له لومړی نېټې د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې غځول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیسو د خیبر پښتونخوا په پښور کې له ۲ زرو زیات افغان کډوال نیولي او یو شمېر یې افغانستان ته راستانه کړي دي.
رپوټونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین