۰

د ځوانانو له پاره پارلمان جوړېږي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۶
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت وايي، د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د ځوانانو د پارلمان د جوړېدو هڅې روانې دي او په دې برخه کې عملي ګامونه اخستل کېږي.
د ځوانانو له پاره پارلمان جوړېږي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت وايي، د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې د ځوانانو د پارلمان د جوړېدو هڅې روانې دي او په دې برخه کې عملي ګامونه اخستل کېږي.
دغه څرګندونې د د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات نن د د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ځوانانو د مسوولینو په ناسته کې، چې په کابل کې جوړه شوې وه وکړې.
ښاغلي ساداد وویل، چې د ځوانانو د پارلمان د ټاکنو لپاره د حکومت او ملګرو ملتونو اړوند څانګې «یو.اېن.اېف.پي.اې»
ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه« د انتخاباتو د کمېسیون په همکارۍ به په ولایتونو کې انتخابات وشي، هغه تکړه ځوان وروڼه او خویندې چې احساس لري، تکړه وي، عمرونه یې له ۱۸څخه تر ۳۵ کلونو پورې وي او په سیاست کې شاملېدل غواړي په انتخاباتو کې به برخه واخلي.»
له خوا چمتوالی نیول شوی او د روان میلادي کال د اګسټ په میاشت کې به پیل شي.
ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه« د انتخاباتو د کمېسیون په همکارۍ به په ولایتونو کې انتخابات وشي، هغه تکړه ځوان وروڼه او خویندې چې احساس لري، تکړه وي، عمرونه یې له ۱۸څخه تر ۳۵ کلونو پورې وي او په سیاست کې شاملېدل غواړي په انتخاباتو کې به برخه واخلي.»
د ځوانانو چارو د مرستیال په خبره له ټول هېواده به د ځوانانو د پارلمان د غړېو شمېر شاوخوا ۱۳۰تنه وي، چې ۳۳ سلنه به ښځې وي.
هغه وايي، په هر ولایت کې به ځوانان خپل استازي ټاکي او بیا به هغوی د خپل ولایت د ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو د پارلمان غړي کیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ځوانانو د پارلمان غړي به د دوی نوبتي غونډې د ملي شورا د غونډې په څېر، په ملي شورا کې دایروي او د امنیت، پرمختګ او ښه حکومتولۍ په اړه به بحثونه کوي.
ښاغلي سادات ډاډ څرګند کړ، چې د ځوانانو د پارلمان له فعالېدو سره به، د هېواد امنیتي وضعیت ښه، ځوانانو ته به د زده کړو او کار زمینې برابرې، روغتیایې خدمات به پراخ او اقتصادي وده به ګړندۍ شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین