۰

ننګرهار کې ۲۳ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۵
ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ننګرهار کې د عملياتو پر مهال ۲۳ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۲۳ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ننګرهار کې د عملياتو پر مهال ۲۳ تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت په کوټ او اچین ولسوالیو کې تر سره شوی دي.
ط وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ګډو دولتي ځواکونو د کوټ ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د عملیاتو پرمهال ۹ داعشیان وژلي او ۱۱نور یې ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملياتو پر مهال په ځینو سيمو کې نوې پوستې هم ځاى پر ځاى شوې دي.
د قول اردو له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې داعش وسله والو تېره شپه د اچين ولسوالۍ د ده سرک په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.
سرچينې زياته کړې چې په ځوابي بريدونو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.
په خبرپاڼو کې راغلي چې په يادو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
باید وویل شي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د ننګرهار په کوټ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ نښتو کې لسګونو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین