۰

افغان ولسمشر غني د استانبول بریدونه په کلکو ټکو غندلي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۰
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې د استانبول ښار د اتاترک په نړیوال هوایي ډګر کې ځانمرګي بریدونه په سختو ټکو غندلي او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
افغان ولسمشر غني د استانبول بریدونه په کلکو ټکو غندلي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې د استانبول ښار د اتاترک په نړیوال هوایي ډګر کې ځانمرګي بریدونه په سختو ټکو غندلي او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر ویلي« موږ تر نورو د ترکیې د خلکو درد او رنځ زیات درک کولی شو، ځکه له کلونو راهیسې زموږ بې ګناه هېوادوال د ترهګریزو بریدونو قربانیان دي.»
ولسمشر غني ترهګري د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی ګواښ وباله او یو ځل بیا یې د دې پدیدې پر ضد د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګډه
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر ویلي« موږ تر نورو د ترکیې د خلکو درد او رنځ زیات درک کولی شو، ځکه له کلونو راهیسې زموږ بې ګناه هېوادوال د ترهګریزو بریدونو قربانیان دي.»
مبارزه ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د افغان ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او د افغانستان په ګډون یې په ترکیه او سیمه کې د دغسې پيښو د ژر پای ته رسیدلو هیله څرګنده کړې ده.
له اجرائیه ریاسته خپره شوې اعلامیه کې عبدالله د ترکیې د هیواد له حکومت او خلکو سره په دې غم کي ځان شریک ګڼي او ویلي یې دي، چې تروریزم، سخت دریځي او افراطیت درې عمده ستونزې دي چې، نړۍ ورسره نن ورځ لاس او ګرېوان ده.
ښاغلي عبدالله پر نړیوالو غږ کړی چې نړۍ په ګډه د دغو پدېدو پر ضد سره یو موټی اوګډ دریځ خپل کړي.
عبدالله عبدالله زیاته کړې«نړۍ نن اړه ده چې، د بشریت د ښېګڼې او په سوله کې د ژوند کولو لپاره تروریزم ريښې وچې کړي. دا ریښې، چې هر ځای موجودي وي، باید له منځه یووړل شي.»
باید وویل شي، چې د ترکیې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې تېره شپه دوه ځانمرګي او نور وسله وال بریدونه وشول، چې له امله یې ۳۹ تنه وژل شوي او تر ۱۴۰ زیات ټپیان شوي دي.
د دغه بریدونو مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین