۰
امین کریم:

له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې خبرو کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۳
په داسې حال کې چې ځینو کورنیو او لوېدیځو رسنیو د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ خبرې ناکامې وبللې، خو کابل ته د حزب د راغلي پلاوی مشر محمد امین کریم دغه خبرونه په کلکه رد کړي.
له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې خبرو کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې
په داسې حال کې چې ځینو کورنیو او لوېدیځو رسنیو د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ خبرې ناکامې وبللې، خو کابل ته د حزب د راغلي پلاوی مشر محمد امین کریم دغه خبرونه په کلکه رد کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ ځینو رسنیو یوه خپره شوې لیکنه حکمتار ته منسوبه کړې وه او د هغې پر بنسټ یې ویلي و، چې د حکمتیار اسلامی حزب د سولې له پروسې لاس اخیستي او له ده سره د پخلاینې بهیر ناکام شوی دی.
خو د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم وايي، د افغانستان له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې په پروسه کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې، او په وینا یې حزب اسلامي پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او کوم تغییر یې پکې نه دی راوړی.
باید وویل شي څو ورځې وړاندې هم د ځينو رسنیو له خوا راپورنه خپاره شول، چې ګڼې اسلامي حزب د دې پروسې په جریان کې نوي شرطونه رامنځ ته کړي او خبرې له خنډ سره مخ شوې.
خو وروسته د حکمتیار زوی، د سولې عالي شورا او دغه راز د افغانستان د امنیت شورا دغه خبرونه په کلکه رد او دا یې تبلیغات وبلل.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین