۰

ترکیه کې چاودنو ۱۰۰ ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۰
رپوتونه وايي، د ترکیې د استانبول ښار په هوايي ډګر کې د ځانمرګو بریدونو او وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترکیه کې چاودنو ۱۰۰ ته مرګ ژوبله اړولې
رپوتونه وايي، د ترکیې د استانبول ښار په هوايي ډګر کې د ځانمرګو بریدونو او وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي رسنۍ زیاتوي، چې برید د اتاترک هوايي ډګر د نړیوالو الوتنې ترمنل ته نېږدې رامنځ ته شوې دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې برید کوونکو غوښتل هوايي ډګر دا ننوځي او هلته الوتکو ته زیان واړوي، خو مخه یې نیول شوې او چادونې یې کړې.
ترکي چارواکي وايي، درې بریدکوونکو دغه برید تر سره کړي، چې دوه یې په کې ځانمرګي و.
د چارواکو په خبره په دغه بریدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
عیني شاهدانو
د چارواکو په خبره په دغه بریدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
ویلي په برید کوونکو کې یوه تورې جامې اغوښتې وې له یو میل کلاشنکوف سره په ساتونکو او لیدونکو ډزې پیل کړې.
د ترکیې دولتي خبري اژانس د یوه چارواکي له خولي وايي، لومړی د نړیوال ترمینل په خوله کې یوه حمله کوونکي د کلاشینکوف ډزې وکړې او بیا یې ځان ته چاودنه ورکړه.‌
ویل کيږي چې دویم کس د پولیسو له ډزو څخه وروسته خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه برید په کلکه غندلی او پر نړیوالو یې له ترهګرۍ سره د مبارزې غږ کړی دی.
تر اوسه د د دغه بریدونو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې په یو شمېر بریدونو کې کردي بېلتون غوښتونکي او داعش پر لاس لرولو تورن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم په استانبول کې یوه ځانمرګي برید ۱۱ تنه وژلي وو.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین