۰

راجستر شوي افغانان ۲ کاله نور هم پاکستان کې اوسېدای شي

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۸
پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د مرکزي حکومت د پرېکړې له مخې وايي پاکستان کې مېشت راجستر شوي افغانان تر دوه کلونو پورې په دغه هېواد کې پاتې کېدای شي.
راجستر شوي افغانان ۲ کاله نور هم پاکستان کې اوسېدای شي
پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د مرکزي حکومت د پرېکړې له مخې وايي پاکستان کې مېشت راجستر شوي افغانان تر دوه کلونو پورې په دغه هېواد کې پاتې کېدای شي.
د جهمور آژانس د خبر له مخې د پاکستان اې پي پي خبري آژانس په خپل رپوټ کې ویلي، چې مرکزي حکومت تازه دغه پرېکړه کړې ده.
د یاد آژانس د معلوماتو پر بنسټ په پاکستان کې څه باندې یو نیم ملیون ثبت شوي افغانان اوسي، چې د پاکستان د راجستر او دیتابېس د ادارې له لوري د ثبت کارتونه ورکړای شوي دي.
آژانس زیاته کړې، چې د دغو کسانو د کارتونو د اعتبار موده د سږ کال د جون په ۳۰ پای ته رسېږي، خو له نوې پرېکړې سره سم دا کسان به اجازه لري چې دوه کاله نور هم په پاکستان کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو او قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو چارواکو ویلي د افغان کډوالو په اړه یې نوې او پرېکنده پالیسي خپله کړې، چې په خبره یې تر ۲۰۱۷ پورې به افغان کډوال له پاکستان نه وباسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین