۰
زرداري:

حقاني مدرسې ته د روپيو ورکړه، ترهګرۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو په مانا ده

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۴
د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مرستیال مشر اصف علي زداري وايي، د خیبرپښتونخوا حکومت له خوا حقاني مدرسې ته د ۳۰۰ میلیونه روپیو ورکړه، ترهګرۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو په مانا ده.
حقاني مدرسې ته د روپيو ورکړه، ترهګرۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو په مانا ده
د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مرستیال مشر اصف علي زداري وايي، د خیبرپښتونخوا حکومت له خوا حقاني مدرسې ته د ۳۰۰ میلیونه روپیو ورکړه، ترهګرۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو په مانا ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا حکومت د روان ٢٠١٦ او ٢٠١٧میلادي کلونو په بودیجه کې په اکوړه خټک کې د مولانا سميع الحق مدرسې "دارالعوم حقانيې" ته ٣٠٠ ميليونه روپۍ ځانګړې کړې دي.
رسنۍ وايي زدارۍ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په یوه خپاره کړي بیان کې کړې او ویلي یې دي«له حقاني مدرسې دا مرسته د دغې مدرسې د ملاتړ او ترهګرۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو په مانا ده، دا مرسته به ښآيي د ترهګرو پرضد روانه جګړه کمزورې کړي.»
زاداري د حقاني مدرسې مشر مولانا سميع الحق د طالبانو نا اعلان شوى وياند او د هغوى همدرد دى او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو ډېرى مشرانو په همدې مدرسې کې زده کړې کړې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین