۰

یمن کې ۴ ځانمرګو بریدونو ۳۸ تنه وژلي

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۴
رپوتونه وايي د یمن په حضرالموت ولايت کې کې پرلپسې څلورو ځانمرګو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یمن کې ۴ ځانمرګو بریدونو ۳۸ تنه وژلي
رپوتونه وايي د یمن په حضرالموت ولايت کې کې پرلپسې څلورو ځانمرګو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رپوټونه زیاتوي، چې دغه بریدونه تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال د يمن جنوب ختيځ ښار مکلا کې شوي دي.
ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې څلورم بريد د پوځيانو د يو کمپ داخل کې شوى دي.
د دوی په خبره په څلور واړه بریدونو کې ۳۸ تنه وژل شوي، چې ۱۷ یوازې په کې امنیتي سرتېري دي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، مکلا ښار حکومتي ځواکونو په اپرېل مياشت کې له داعش وسله والو نيولي و.

د دې بریدونو مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین