۰

نریندرا مودي د سولې مذاكراتو کې د ځنډ پړه پر پاکستان واچوله

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۵
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هند له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو په وینا یې د پاکستان حکومت د سولې مذاکراتو کې ځنډ کوي.
نریندرا مودي د سولې مذاكراتو کې د ځنډ پړه پر پاکستان واچوله
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هند له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، خو په وینا یې د پاکستان حکومت د سولې مذاکراتو کې ځنډ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې له هندي تلوېزون سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې څو ډلې او حکومتونه دي، نو په داسې حالاتو کې به له کوم، کوم سره خبرې ترسره کړي.
د نوموړي په خبره، پاکستان ته د نوموړي سفر او هند ته د پاکستان د لومړي وزير بلنه د دې څرګندونه کوي، چې هند څه غواړي،خو په وينا يې پاکستان کې ترهګريز فعاليتونه کېږي، چې نړۍ هم ورڅخه خبره ده.
د هند لومړي وزیر د خپلو سرحدونو په ساتلو کې د سرتېرو مېړانه وستايله او ترهګرو سره پر کلکې مبارزې يې ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، د اسلام اباد د هڅو په نتیجه کې د اتومي تامین (NSG) په ډله کې د هند د غړیتوب مخه ونیول شوه.
هغه زیاته کړې، د پاکستان صدراعظم نوازشریف د دې ډلې ۱۷ مشرانو ته لیک استولی و او له هغوی یې په کلکه غوښتي و چې هند د غړي په توګه ونه مني.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین