۰

کوټ کې ۷۷ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۵
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد تازه پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۷۷ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کوټ کې ۷۷ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد تازه پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۷۷ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د شاهین ۱۸ عملیات له تېرې ورځې راهیسې د داعش پر ضد د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې پیل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د دغه عملیاتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ داعشیان وژل شوي او ۴۴ نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل، چې د کوټ په خوړکي، جنجال غونډۍ او سه پای سیمو کې ۴۰ کلي هم له داعش څخه په مکمله توګه پاک شوي دي.
خوږیاڼی زیاتوي، چې په عملیاتو کې د داعش ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د هغوی له خوا ۲۹ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي.
د ننګرهار د والي ویاند د ګډو افغان ځواکونو له خوا عملیات په ښه توګه پر مخ روان دي او تر اوسه په کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
باید وویل شي د ننګرهار په کوټ کې د داعش پر وړاندې سخت عملیات وروسته له هغې پیل شول، چې پنځه ورځې وړاندې سلګونو داعشیانو په دغه ولسوالۍ کې بریدونه پیل او ولسي وګړو ته یې درنده مرګ ژوبله واړوله.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین