۰

پاکستان لا هم په ښو او بدو طالبانو باور لري

سه شنبه ۸ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۳
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، پاکستان حکومت لا هم په ښو او بدو طالبانو باوري دی.
پاکستان لا هم په ښو او بدو طالبانو باور لري
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، پاکستان حکومت له هم په ښو او بدو طالبانو باوري دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عزیز ویلي، چې حکومت یې اوس هم طالبانو په ښو او بدو وېشي او هڅه کوي، چې ښه طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.
که څه هم سرتاج عزیز ښه او بد طالبان په ګوته نه کړل، خو وړاندې د ده په ګډون ګڼو پاکستاني چارواکو ویلي و، هغه طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي ښه او هغه طالبان چې په پاکستان کې د پاکستاني پوځیانو او ملېشو پر وړاندې جنګېږي بد طالبان بللي وو.
همدې پاکستاني طالبانو ته په اشارې سرتاج عزیز زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو پر ضد په ټولو قبایلي سیمو کې د سختو اقداماتو پرېکړه کړې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د افغان سولې په تړاو ویلي، چې طالبان په اوسنیو شرایطو کې د سولې خبرو پیلولو ته تیار نه دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین