۰

د کوټ له پاره د داعش استخباراتي مسؤول په ګډون ۱۰ داعشیان وژل شوي

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۹
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه استخباراتي مسؤول په ګډون ۲۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کوټ له پاره د داعش استخباراتي مسؤول په ګډون ۱۰ داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه استخباراتي مسؤول په ګډون ۲۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې پر داعش دغه هوايي بریدونه او عملیات تېره شپه د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ سه پای او جنجال غونډۍ سیمو کې شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، په دغه بریدونو کې د کوټ ولسوالۍ له پاره د داعش د استخباراتي مسؤول په ګډون ۱۰ داعشیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کوت له پاره د داعش وژل شوی استخباراتي مشر ابو سعید نومېږي، چې امیر صاحب مشهور دی.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې په عملیاتو کې ډېری وژل شوي پاکستانیان دي او د دوی یوه دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.
ده وویل چې په سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا سخت عملیات روان دي تر څو ټوله ولسوالي له داعش نه پاکه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د افغان پوځ چارواکو هم په یاده ولسوالۍ کې د شاهین ۱۸ په نوم داعش ضد عملیاتو د پیل خبر ورکړ، چې په وینا یې ګڼو داعشیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کوټ کې دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول، چې درې ورځې وړاندې داعش په یاده ولسوالۍ کې بریدونه وکړل او ګڼو ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین