۰

د اروزګان د سولې شورا پخوانى مشر وژل شوی

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۱
امنیتي سرچنیې وايي، په یوه وسله وال برید کې د اروزګان ولايت د سولې شورا پخوانى رييس او قومي مشر ډاکتر عبدالباقي و وژل شو.
د اروزګان د سولې شورا پخوانى مشر وژل شوی
امنیتي سرچنیې وايي، په یوه وسله وال برید کې د اروزګان ولايت د سولې شورا پخوانى رييس او قومي مشر ډاکتر عبدالباقي و وژل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې رامنځ ته شوې ده.
یوه امنیتي سرچینه وايي، وسله والو پر قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان ډاکتر عبدالباقي هغه مهال ډزې کړې چې نوموړی په يوه دوکان کې ناست و.
د سرچينې په حواله، په دغه بريد کې عبدالباقي ځاى پر ځاى وژل شوی او بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
په ورته وخت کې د وژل شوي قومي مشر ډاکتر عبدالباقي زوی عزت الله وايي، پلار يې د ولايت مقام په څو مترۍ کې وژل شوی دى.
نوموړي وویل، چې امنيتي ځواکونه د بريدګرو په نيولو کې پاتې راغلي او د پلار قاتلين يې په ډاډه زړه له سيمې تښتېدلي دي.
باید وویل شي، ډاکترعبدالباقي د مرکز ترينکوټ اړوند د شاه ظفر سيمې اوسېدونکی او تر دې وړاندې د اروزګان د عامې روغتيا او د سولې شورا د ولايتي کمېټې د رييس په توګه هم دندې ترسره کړې وې.
د دغه وژنې مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس: اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین