۰

كوټ كې د داعش پر ضد شاهين ۱۸ چاڼيز عمليات پيل شول

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۷
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یې د داعش وسله ولو پر وړاندې د شاهین ۱۸په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.
كوټ كې د داعش پر ضد شاهين ۱۸ چاڼيز عمليات پيل شول
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یې د داعش وسله ولو پر وړاندې د شاهین ۱۸په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد زون کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات نن سهار د ملي اردو څلورمي پلې لوا په مشرۍ د ملي، سیمه يیزو او عامه نظم پولیسو سره په ګډه پیل کړي.
سرچینه زیاتوي، چې له دغو عملیاتو موخه د داعش ډلې څخه د سيمې پاكول او پاڅون کوونکو ته د نويو امنیتي پوستو جوړول دي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کوټ ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې په هوایي او توپچې بریدونو کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور یې ټپیان شوي دي.
باید وویل شي په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې دغه عملیات پر داسې مهال پیل کېږي، چې د رپوټونو له مخې ۶۰۰ داعشیانو درې ورځې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړل.
داعش په دغه جګړه کې ۸ ولسي وګړي وژلي، ۱۵ یې ټپیان کړي، ۲۳ کورنه یې سوځولي او یو شمېر کسان یې له ځان سره بېولي.
چارواکي د دې خبرو د پخلي تر څنګ وايي، په جګړه کې تر اوسه پورې ۱۵۰ زیات داعشیان وژل شوي او لا یې هم پر وړاندې سخت عملیات روان دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین