۰

د ننګرهار په كامه او ګمبيري كې برېښنا بندونه جوړېږي

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۸
د ننګرهار چارواکي د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکي له قوله وايي، دغه وزارت د ننګرهار په کامې او ګمبیرې کې د بریښنا بندونه جوړوي.
د ننګرهار په كامه او ګمبيري كې برېښنا بندونه جوړېږي
د ننګرهار چارواکي د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکي له قوله وايي، دغه وزارت د ننګرهار په کامې او ګمبیرې کې د بریښنا بندونه جوړوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ننګرهار والي سلیم کندوزي، د ولسي جرګې او ولایتي شورا يو شمېر غړو سره د ننګرهار پر ستونزو جوړه شوې ناسته كې وكړې.
سرچینه وایي، والي سلیم کندوزي په دغه ناسته کې داوبو او بریښنا له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د کامې بريښنا بند سروې او ډیزاين چې څو کاله وړاندې بشپړ شوى و، ژر دې پرې کار پیل شي او ترڅنګ دې د ګمبیرې پروژه هم اعلان ته ورکړل شي.
په خبر پاڼه کې د اوبو او برېښنا د وزیر علي احمد عثماني له قوله ویل شوي، چې دوی د کامې ولسوالۍ او ګمبیري برېښنا بندونو د جوړولو لپاره ګړندۍ هڅې پيل كړي او همدا راز يې له اسیا بانک سره خبرې پیل کړي،چې د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې لمریزه بریښنا جوړه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین