۰
حنیف اتمر:

د داعش پر وړاندې ټول امکانات وکاروۍ

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د ننګرهار سیاسي او نظامي مشرانو سره په خبرو کې د ولسمشر له خوا هغوی ته ویلي، چې د داعش پر وړاندې له ټولو امکاناتو کار واخلي او ویې ځپي.
د داعش پر وړاندې ټول امکانات وکاروۍ
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د ننګرهار سیاسي او نظامي مشرانو سره په خبرو کې د ولسمشر له خوا هغوی ته ویلي، چې د داعش پر وړاندې له ټولو امکاناتو کار واخلي او ویې ځپي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي اتمر د ننګرهار ولايت له سياسي او نظامي مشرانو او قومي مخورو سره د ويډيويي کنفرانس له لارې د کوټ ولسوالۍ د وضعيت په اړه خبرې وکړې.
سرچینه وايي، د والي، ۲۰۱ سېلاب قول اردو، امنيه قوماندان، ملي امنيت رئيس او قومي مخورو د خبرو تر اورېدو وروسته د ملي امنيت سلاکار د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه وکړه، چې په ټول قوت د داعش تروريستي ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ښاغلي اتمر په ننګرهار ولايت کې مېشتو نظامي ځواکونو ته د هېواد د جمهور رئيس دا لارښوونه څو ځلې تکرار کړه، چې کوټ ولسوالي د داعش په هديره بدله کړي او د خپلو وژل شويو هېوادوالو تاريخي غچ واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې په ياده ولسوالۍ كې له تېرو څو ورځو راهيسې د امنيتي ځواكونو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتو له كبله لسګونه داعشيان وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین