۰

لغمان کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۴
چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې پر سیمه ییزه پولیسو چاودنه شوې، چې له امله یې د ولسي وګړو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
لغمان کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې پر سیمه ییزه پولیسو چاودنه شوې، چې له امله یې د ولسي وګړو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ مازیګر مهال د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چاودنه د بازار په یوه هوټل کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې، چې په کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې پر سیمه ییزه پولیسو سربېره څلور تنه ولسي وګړي هم په دې چاودنه کې ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
تر اوسه پورې د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین