۰
راجنات سنګ:

پاکستان، په هند او سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۳
د هند په جمو کشمیر کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې سره د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت پاکستان تورن کړی، چې په هند او سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وي.
پاکستان، په هند او سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي
د هند په جمو کشمیر کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې سره د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت پاکستان تورن کړی، چې په هند او سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په جمو کشمېر کې تېره ورځ د وسله والو له خوا په هندي سرتېرو برید کې ۸ سرتېري وژل شوي او ګڼ نور شمېر ټپیان شوي دي.
د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه برید د لشکرطیبه ډلې له خوا شوی، چې له کبله یې ۸ هندي سرتېري وژل شوي دي.
د هند د کورنیو چارو وزیر، راجنات سنګ، په دې برخه کې پاکستان ملامت کړ او د دې ډول بریدونو مسؤل یی وباله.
ښاغلي سنګ د یوې ناستې پر مهال ویلي، تندلاري او ګاونډی هیېواد په دوامداره توګه هڅه کوي چې هند او سیمه بې ثباته کړي.
د هند د کورنیو چارو وزیز د پاکستان پر ځوان نسل غږ کړی، چې د خپل هېواد مشران د ترهګرۍ له ملاتړه وګرځوي.
خو پاکستان تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین