۰

خوست کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې

دوشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۸
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د ۱۱ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
خوست کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د ۱۱ کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان خوست ښار او نورو سیمو کې د ماینونو په اېښودلو او ترهګرو فعالیتونو کې لاس درلود.
ملي امنیت زیاته کړې، دغه کسانو غوښتل په روژې میاشت کې هم خونړي بریدونه تر سره کړي خو د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.
سرچینه وايي، له دوی ۱۱ میله کلاشنکوفونه، ۲۶ میله نورې ډول ډول وسلې، ۵ تومانچې د ۸۲ توپ ۱۸ مرمۍ او د وړ وسلو ۶۰۰۰ مرمۍ هم نیول شوې دي.
تر اوسه حقاني شکبې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین