۰

جمو او كشمير كې ۸ هندي سرتېري وژل شوي

يکشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۶
هندي چارواکي وايي، په جمو او کشمیر کې د وسله والو سره په نښته کې ۸ سرتېري وژل شول او یو شمېر نور ټپیان دي.
جمو او كشمير كې ۸ هندي سرتېري وژل شوي
هندي چارواکي وايي، په جمو او کشمیر کې د وسله والو سره په نښته کې ۸ سرتېري وژل شول او یو شمېر نور ټپیان دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندوستان ټایمز ورځپاڼې ویلي، نښته تېره ورځ وروسته له هغې پیل شوې، چې هندي سرتېري سرینګر ته پر لاره وو.
ورځپاڼې کې راغلي، د سرتېرو موټر د سرینګر ته پر لاره و، چې وسله والو پرې برید کړی دی، چې له امله یې ۸ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي.
سرچینې د ځايي پولیسو له قوله ویلي، چې د سرتېرو په دزو دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین