۰

ننګرهار کې د تازه بریدونو په ترڅ کې ۱۸ داعشیان وژل شوي

يکشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۷
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د تازه ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۴۰ تنه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د تازه بریدونو په ترڅ کې ۱۸ داعشیان وژل شوي
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د تازه ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۴۰ تنه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار په کوټ او غني خېلو ولسوالیو کې تر سره شوي.
سرچینه وايي، افغان ځواکونو د کوټ په احمدخېلو، جنجال غونډۍ او سه پای سیمو کې د هوايي او ځکمنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ داعش وسله وال و وژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه کې راغلي،د غني خېلو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ وژل شوی طالب قوماندان عمر خالد نومېږي او د دې تر څنګ یو بل طالب هم په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار والي تېره ورځ وویل، چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د دوه ورځو د عملیاتو پر مهال ۱۳۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین