۰

د خوست درنو موټرو د ترازو مسؤول له دندې لرې كړ

يکشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۷
د خوست والي په دغه ولایت کې د بار وړنکو موټر د وزن د کنټرول دروازې مسؤول په خپله دنده کې د بې کفایتۍ له امله ګوښه کړ.
د خوست درنو موټرو د ترازو مسؤول له دندې لرې كړ
د خوست والي په دغه ولایت کې د بار وړنکو موټر د وزن د کنټرول دروازې مسؤول په خپله دنده کې د بې کفایتۍ له امله ګوښه کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خوست والي حکم خان حبیبي تېره ورځ په ناڅاپي ډول د دغه ترازو د څار له پاره سیمې ته ورغلي.
د خوست ولایت مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، والي ته د یادې دروازې د مسؤول کړنې معلومې شوې او هغه یې په خپله دنده کې د ناغېړۍ او بې كفايتۍ پر اساس له دندې ګوښه اعلان كړ.
سرچینه زیاتوي، له والي سره ورغلي پلاوي وليدل چې د ترازو په اداره کې مسوول کس د یو شمېر نورو همکارانو په ګډون غیر حاضر و.
خبرپاڼه کاږي، د دوی له کړنو او اجراءتو څخه معلومه شوه چې د ترازو مسوول د دې وړتیا نه لري چې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه سمبالې کړي، په همدې اساس ځای پر ځای له دندې ګوښه او همکاران یې غیر حاضر شول.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین