۰

داعشیانو ننګرهار کې ۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
چارواکي وایي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، ۳۰ تنه یې له ځان سره وړي او ۲۳ کورنه یې سوځولي دي.
داعشیانو ننګرهار کې ۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وایي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، ۳۰ تنه یې له ځان سره وړي او ۲۳ کورنه یې سوځولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځ ته شوې، او په جګړه کې لږ تر لږه ۶۹ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي زیاته کړه، چې داعش وسله والو کوټ ولسوالۍ کې د دریو مېرمنو په ګډون ۸ تنه ولسي وګړي وژلي او ۷ تنه نور یې ټپیان کړي.
ده وویل، چې داعش شاوخوا ۳۰ تنه ولسي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې و، له ځان سره بېولي، چې ځینې یې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې راخوشي شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
دغه راز خوږیاڼی وايي، د ولسي وګړو ۲۳ کورنه هم د داعش له خوا سوځول شوي، چې خلکو ته په کې ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
د ننګرهار د والي ویاند د معلوماتو له مخې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې بیا ۳۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دغه جګړه کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
که څه هم په تېر څو میاشتو کې د افغان ځواکونو له خوا داعش جنیګالي سخت ځپل شوي و، خو له اوږده ځنډ وروسته دغه وسله والې ډلې یو ځل بیا سر راپورته کړی.
وړاندې تر دې داعش جنیګالي د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالۍ کې فعال و، خو دا ځل یې په کوټ ولسوالۍ کې خپل تحرکات زیات کړي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین