۰
د اروپايي ټولنې مشران:

برېټانیا دې ژر له دې ټولنې خپل وتل ومني

شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۶
وروسته له هغې چې برېتانیا کې له اروپايي اتحادیې د وتلو او نه وتلو په اړه ټولپوښتنه کې ګڼو برېتانویانو له اروپايي ټولنې د وتلو غوښتنه وکړه، د اروپايي ټولنې مشرانو غوښتي، چې د برېتانیا حکومت باید ژر تر ژره له دغه ټولنې وتل ومني.
برېټانیا دې ژر له دې ټولنې خپل وتل ومني
وروسته له هغې چې برېتانیا کې له اروپايي اتحادیې د وتلو او نه وتلو په اړه ټولپوښتنه کې ګڼو برېتانویانو له اروپايي ټولنې د وتلو غوښتنه وکړه، د اروپايي ټولنې مشرانو غوښتي، چې د برېتانیا حکومت باید ژر تر ژره له دغه ټولنې وتل ومني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برېتانیا کې تېره ورځ له اروپايي ټولنې، نه د وتلو او نه وتلو په اړه ټولپوښتنه وشوه، چې ۳۳.۵ میلیونه خلکو په کې ګډون کړی وو.
له ګډونوالو ۱۷ میلونه او ۴۱۰ زره وګړو له اروپايي ټولنې د وتلو غوښتنه وکړه او ۱۶ میلیونه او ۱۴۱ زره کسانو بیا له اروپا سره د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه.
په ټولیزه توګه ۵۲ سلنه برېتانویانو له اروپايي ټولنې څخه د جدايۍ غوښتنه کړې، چې له دې سره سم د اروپايي ټولنې مشرانو هم له برېتانیا غوښتي، چې د وتلو په اړه ژر تر ژره اقدام وکړي.
د اروپايي مشرانو غوښتي چې، د بريتانيا حکومت بايد د دې ټولنې پرېښودو په تړاو په چټکۍ سره گام واخلي، ځکه چې په دې برخه کې هر ډول ځنډ دغه هېواد کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.
د اروپايي ټولنې مشر، ژان کلوډي يونکر، ټينګار کړى، چې په دې ټولنه کې به د پاتې ۲۷ هېوادونو اتحاد دوام وکړي. د ټولپوښتنې د پايلو له راڅرگندېدو وروسته يونکر د اروپايي پارلمان، د اروپايي شورا مشرانو او د هالنډ لومړي وزير سره بېړنۍ خبرې کړې دي.
له خبرو وروسته د یادې ټولنې له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي«په دې پرېکړه خواشيني دي خو د برتانويانو غوښتنې ته درناوى لري.»
خبرپاڼه کې له برېټانیې غوښتل شوي، چې له اروپايي ټولنې دې خپل وتل په رسمي توګه ژر تر ژره تایید کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا لومړی وزیر ډېوېد کمرون له دغه کار سره مخالف و او ویلي یې دي، چې له خپلې دندې به استعفا وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین