۰

افغان او ناټو ځواکونو د وسله والو ځپلو ته چمتوالی نیسي

شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۸
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، افغان ملي امنیتي ځواکونه په جولای میاشت کې د وسله والو د ځپلو په موخه د عملیاتو له پاره تیاری نیسي.
افغان او ناټو ځواکونو د وسله والو ځپلو ته چمتوالی نیسي
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، افغان ملي امنیتي ځواکونه په جولای میاشت کې د وسله والو د ځپلو په موخه د عملیاتو له پاره تیاری نیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت دغه اعلان تېره ورځ (جمعه) وکړ او ویې ویل، چې په دغه جګړه کې به ناټونه ځواکونه د افغان ځواکونو مرسته وکړي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د درستیزوال مرستیال او ویاند برید جنرال چارلس کلیفلنډ وايي، د دې لپاره چې لا هم افغان امنیتي ځواکونه وسله وال طالبان نه شي ځپلی، ناټو ځواکونه چمتو دي چې له دوی سره مرسته وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، د یوه جنګي قوت په توګه د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ ورو دی خو په وینا یې ثابت او دوامدار دی.
هغه وایي، دوی پوهېږي، چې طالبان په دې میاشت کې خپلو جنګیالیو ته اکمالات او تجهیزات کړي او اټکل کېږي، چې په جولای میاشت کې به جګړې سختې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له اوږده ځنډ وروسته او د ولسمشر اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو حدود تر بیا پراخولو وروسته دغو ځواکونو د لومړي ځل لپاره د طالبانو پرضد هوايي بمبارۍ کړی دی.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند پیتر کوک پرون د جمعې په ورځ دا تایید کړه چې د افغانستان په جنوبي برخو کې هوايي بمبارۍ شوي دي.
نوموړي ویلي، د بمباریو په لړ کې دقیق اهداف په نښه شوي دي خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین