۰

کنړ کې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته شوې

شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۸
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته او د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کنړ کې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته شوې
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته او د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره ورځ رامنځ ته شوې او ویل کېږي، چې په جګړه کې لس افغان او دوه پاکستاني طالبان وژل شوي او دوه افغان طالبان ټپیان شوي.
په ورته وخت کې چارواکي وايي، ۷ تنه پاکستاني طالبان هغه مهال د بې پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شول، چې غوښتل یې د ننګرهار له لال پورې ولسوالۍ کنړ ته د خپلو ملګرو د مرستې له پاره ورشي.
تر اوسه افغان او پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په ختیځ کې د وسله والو سره جګړو زور اخیستی دی.
تېره او وړمه شپه د ننګرهار په کوټ او خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو، طالبانو او داعش تر منځ سختې نښتې شوې، چې کې د ۷۰ داعشیانو او طالبانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ۱۴ ولسي وګړو او ۱۰ امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورآژانس:کنړ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین