۰

ننګرهار کې ولسي وګړو او داعش ته درنده مرګ ژوبله اوښتې

شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۰
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ولسي وګړو او داعش وسله والو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ولسي وګړو او داعش ته درنده مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ولسي وګړو او داعش وسله والو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې داعشیانو د سیمه ییزه پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
رپوټونه وايي، داعش وسله والو یو شمېر ماشومان وژلي، ځینې یې له ځان سره بېولي او دغه راز یې د سیمې د اوسېدونکو ځینو کورنو ته اور ورته کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه جګړه کې تر ۳۰ پورې داعش وسله وال هم وژل شوي، خو زیاتوي، چې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي، خو د امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه یې کره معلومات ورنه کړل.
بل خوا د کوټ ولسوال سیدالرحمن وایي، داعش ته د درندې مرګ ژوبلې د اوښتو تر څنګ تر لسو پورې امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ۳۵ وسله وال وژل شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین